ads

د شينډنډ ولسوال پر موټر د ريموټ كنټر ماين چاودنه

ځايي چارواكي وايي، چې تېر مازيګر د هرات ولايت د شينډنډ ولسوال پر موټر د سړك د غاړې ماين چاودنه شوې، خو هغه ترې روغ وتى. د شينډنډ ولسوال لعل محمد عمرزى وايي: پېښه هغه مهال رامنځته شوه،       ځايي چارواكي وايي، چې تېر مازيګر د هرات ولايت د شينډنډ ولسوال پر موټر […]

نویسنده: TKG
1 مرغومی 1389

ځايي چارواكي وايي، چې تېر مازيګر د هرات ولايت د شينډنډ ولسوال پر موټر د سړك د غاړې ماين چاودنه شوې، خو هغه ترې روغ وتى. د شينډنډ ولسوال لعل محمد عمرزى وايي: پېښه هغه مهال رامنځته شوه،

 

 

 

ځايي چارواكي وايي، چې تېر مازيګر د هرات ولايت د شينډنډ ولسوال پر موټر د سړك د غاړې ماين چاودنه شوې، خو هغه ترې روغ وتى.

د شينډنډ ولسوال لعل محمد عمرزى وايي: پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې دى له هرات ښاره دې ولسوالۍ ته پر لاره و او د همدې ولسوالۍ په بالاشهر سيمه كې پرې د ريموټ كنټرول په واسطه بمي چاودنه وشوه.

عمرزي زياته كړه، چې ده او ساتونكو ته يې كوم زيان نه دى اوښتى، خو موټر يې يو څه زيانمن شوى دى.

د عمرزي په وينا، طالبانو د ده د وژلو قصد درلود، خو په دې هڅې كې پاتې راغلل.

په همدې حال كې د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي، چې په دې بريد كې يې د ملي پوليسو څو تنه سرتيري وژلي، خو د ده دغه ادعا د ځايي چارواكو لخوا په كلكه رد شوې ده.

دا په داسې حال كې ده، چې تر دې وړاندې په روان لمريز كال كې د هرات ولايت د چشت ولسوالۍ امنيه قومندان او د اوبه ولسوالۍ ولسوال د سړك د غاړې ماين چاودنو كې وژل شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA