ads

د خوست امنیه قوماندان له يو شمېر لاسته راوړنو خبر ورکړ

د خوست ولایت امنیه قوماندانۍ د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ځینو اختطاف ګرو د نیولو او د شرابو د يوې فابریکې د کشف خبر ورکړ. د خوست امنیه قوماندان جنرال عبدالحکیم اسحاقزي له کلید سره په ځانکړو خبرو کې وویل، چې       د خوست ولایت امنیه قوماندانۍ د یو لړ […]

نویسنده: TKG
1 مرغومی 1389

د خوست ولایت امنیه قوماندانۍ د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ځینو اختطاف ګرو د نیولو او د شرابو د يوې فابریکې د کشف خبر ورکړ. د خوست امنیه قوماندان جنرال عبدالحکیم اسحاقزي له کلید سره په ځانکړو خبرو کې وویل، چې

 

 

 

د خوست ولایت امنیه قوماندانۍ د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ځینو اختطاف ګرو د نیولو او د شرابو د يوې فابریکې د کشف خبر ورکړ.

د خوست امنیه قوماندان جنرال عبدالحکیم اسحاقزي له کلید سره په ځانکړو خبرو کې وویل، چې د اختطاف ګرو دوه ډلې يې نیولي، چې د ماشومانو او موټرو په تښتونو كې يې لاس درلود.

نوموړي همداشان په دې ولایت کې د شرابو د یوې فابریکې له کشفولو څخه هم یادونه وکړه او ويې ویل، چې دا څلورمه هغه فابریکه وه، چې په دې ولایت کې يې شراب جوړول او پلورل.

امنیه قوماندان پر دې سربېره د یوه ماین خښوونکي د نیولو خبر هم وركړ او زياته يې كړه، چې دغه تن پرون سهار نيول شوى او دا مهال تر پوښتنو ګروېږونو لاندې دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA