ads

جلال آباد ته د سولې عالي شوار د مشر او يو شمېر غړو سفر

د افغانستان د سولې عالي شورا مشر جلال اباد ته پخپل سفر کې د سوله ييزو هڅو برياليتوب ته د نړيوالې ټولنې د رېښتيني ملاتړ ژمنه اړينه وبلله او ټينګار يې وکړ، چې روانه جګړه د دولت  وسله والو مخالفينو  ته هم کومه ګټه نه رسوي.     د افغانستان د سولې عالي شورا مشر […]

نویسنده: TKG
1 مرغومی 1389

د افغانستان د سولې عالي شورا مشر جلال اباد ته پخپل سفر کې د سوله ييزو هڅو برياليتوب ته د نړيوالې ټولنې د رېښتيني ملاتړ ژمنه اړينه وبلله او ټينګار يې وکړ، چې روانه جګړه د دولت  وسله والو مخالفينو  ته هم کومه ګټه نه رسوي.

 

 

د افغانستان د سولې عالي شورا مشر جلال اباد ته پخپل سفر کې د سوله ييزو هڅو برياليتوب ته د نړيوالې ټولنې د رېښتيني ملاتړ ژمنه اړينه وبلله او ټينګار يې وکړ، چې روانه جګړه د دولت  وسله والو مخالفينو  ته هم کومه ګټه نه رسوي.

برهان الدين رباني، چې د شورا يو شمېر غړو سره پرون جلال اباد ته راغلى و، د تړلو دروازو تر شا يې په شاهي ماڼۍ کې د ختيځ زون د څلور واړو ولايتونو واليانو او چارواکو سره د سوله ييزو هڅو په اړه خبرې وکړې.

هغه په يوه خبري ناسته کې وويل، ننګرهار ته يې د سفر موخه دلته له خلکو سره د سولې مخته پر پرتو خنډونو او ختمولو يې خبرې، اترې دي.

د سولې شور امشر د بهرنيو ځواکونو عملياتو کې ولسي مرګ، ژوبله او د طالبانو په نامه د عامو خلکو ځورول هم له دې خندونو څخه ياد کړل.

د جمهور رئيس سلاکاراو د سولې عالي شورا غړي معصوم ستانکزي بيا كه څه هم د كومې ولسوالۍ نوم وانخيست خبري ناستې ته وويل: له نړيوال ملاتړه برخمنو سوله ييزو هڅو يې د هېواد په يو شمېر ولسواليو کې امنيتي وضعيت راښه کړى.

د سولې عالي شورا، چې له جوړېدو يې شاوخوا دوه مياشتې کېږي، چارواکو يې له ننګرهاره مخکې کندهار او هرات ته هم ورته سفرونه کړي او وايي، دا لړۍ به نوره هم په دې وغځوي، چې د دولت وسله والو مخالفينو سره د خبرو جوړېدونکې ستراتېژۍ ته يې نظرونه راټول کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA