د جمهور رئيس كرزي د فرمان له مخې د شخص امنيتي كمپنيو د منحلېدو په لړ كې هغه ٥٧ کمپنۍ هم منحل شوې، چې تر دا دمه يې ناقانونه فعاليت كاوه.
د جمهور رئيس كرزي د فرمان له مخې د شخص امنيتي كمپنيو د منحلېدو په لړ كې هغه ٥٧ کمپنۍ هم منحل شوې، چې تر دا دمه يې ناقانونه فعاليت كاوه.
د کورنيو چارو وزارت سلاکار تورنجنرال عبدالمنان فراهي تېره ورځ په يوې خبري غونډه کې رسنيو ته وويل، چې دغه ٥٧ هغه امنيتي کمپنۍ وې، چې په ناقانونه توګه يې په هېواد کې فعاليت درلود، چې په وينا يې تر دې وروسته به هيڅ يوه امنيتي کمپنۍ په ناقانونه توګه فعاليت نه کوي.
د فراهي د معلوماتو له مخې، د يادو کمپنيو وسلې ټولې او شاوخوا ٣٠٠٠ تنه يې بې وسلې شوي دي.
نوموړي زياته كړه، چې دا مهال په كابل كې ٣٦ راجستر شويو کمپنيو قرارګاوې درلودې، چې د دوى قرارګاوې هم له ښار ويستل شوې دي او که چېرې وغواړي، چې کوم لوري ته حرکت وکړي، نو د پوليسو ځانګړې ډله به يې بدرګه کوي.
د سرچينې په وينا وروسته له دې هېڅ يوه کمپنۍ نه شي کولاى، چې د ښار دننه قرارګاه ولري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


