د کندهار ولايت اوسېدونکي وايي، چې د همکارۍ تر پلان لاندې په روانو عملياتو کې د دولت او مخالفينو په پرتله ملکي وګړو ته زياته مرګ ژوبله اوړي. دوى دغه څرګندونې په هغه کنفرانس کې وکړې،
د کندهار ولايت اوسېدونکي وايي، چې د همکارۍ تر پلان لاندې په روانو عملياتو کې د دولت او مخالفينو په پرتله ملکي وګړو ته زياته مرګ ژوبله اوړي.
دوى دغه څرګندونې په هغه کنفرانس کې وکړې، چې د افغان پرمختيايي موسېسې او د افغانستان د ملي انجوګانو د اتحاديې له لوري د دوشنبې په ورځ د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي او د حل لپاره يې د لارو چارو لټولو په موخه د کندهار د جنوبي حوزې د بشر د حقوقو په کمېسيون كې جوړ شوى و.
د کنفرانس ګډنوالو په خپلو خبرو کې وويل، چې دا مهال ملکي وګړي، د دولت، نړيوالو ځواکونو او مخالفينو ترمنځ د جنګ جګړو ترڅنګ په نورو نومونو سره د يادو پېښو قرباني کيږي.
د دې ولايت د ارغنداب ولسوالۍ يو تن قومي مشر وويل، چې د نړيوالو ځواکونو له لوري هره ورځ د بې ګناه خلکو پر کورونو عمليات کيږي او له امله يې زيات شمېر کسان وژل کيږي او يا په ناحقه سره زنداني کيږي، خو دولت پټه خوله دى.
هغه غوښتنه وکړه، چې هر ډول عمليات بايد د افغان ځواکونو سره په همږغۍ وشي.
که څه هم دغه غونډه د ملکي تلفاتو د مخنيوي په اړه جوړه شوې وه، خو په کې اړوند مسؤلو کسانو برخه نه وه اخېستې.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د کورنيو چارو وزارت د ملکي وګړو په مرګ ژوبلې کې ٧٣ سلنه زياتوالى خبر ورکړى و، چې په کې ډېرى پېښې د ماينونو د چاودنو له امله رامنځته شوې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


