ads

د افغان ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته

د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې افغان ځواكونه او وسله وال طالبان دواړه یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوي. د تخار ولایت امنیه قومندان مل پسوال شاه جهان نوري کلید ته وویل،     د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې افغان ځواكونه او وسله وال طالبان دواړه یو بل ته […]

نویسنده: TKG
30 لیندۍ 1389

د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې افغان ځواكونه او وسله وال طالبان دواړه یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوي. د تخار ولایت امنیه قومندان مل پسوال شاه جهان نوري کلید ته وویل،

 

 

د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې افغان ځواكونه او وسله وال طالبان دواړه یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوي.

د تخار ولایت امنیه قومندان مل پسوال شاه جهان نوري کلید ته وویل، چې تېره ورځ د یاد ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د عامه نظم پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنڅ نښته رامنڅ ته شوې، چې د هغه په وینا، ۸ تنه وسله وال طالبان  په کې وژل شوي دي.

نوري زیاته کړه، چې په وژل شویو کسانو کې یو تن بهرنى هم شامل دی، چې د هغه په خبره د تاجکستان تبعه دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، نښتې څو ساعته دوام درلود او په پايله كې يې پولیسو ته ګڼ شمېر وسلې په لاس ورغلې دي.

نوموړي په دغه نښته کې د یوه افغان سرتيري د ټپي كېدو پخلى هم وكړ او زياته يې كړه، چې ټپي سرتېرى روغتون ته لیږدول شوی او روغتيايي حالت يې ښه دی.

بلخوا د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټیلفون له لارې کلید ته وویل، چې په یاده نښته کې یې ۴ تنه اربکيان وژلي او ۲ نور یې ټپيان کړي دي.

مجاهد خپل لوري ته هم د زیان اوښتل مني او زیاته وي، چې دوه ملګري يې وژل شوي دي.

خواجه غار د تخار ولایت نسبتاْ ناارامه ولسوالي شمېرل کیږي، چې ډېرې وختونه ورڅخه د نښتو رپوټونه ورکول کیږی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA