سرحدي ځواکونه پرخپلې يوې پوستې تر بريد وروسته د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د شپږو پاکستانيانو په ګډون د يوولسو دولت ضدو وسله والو د نيونې خبر ورکوي.
سرحدي ځواکونه پرخپلې يوې پوستې تر بريد وروسته د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د شپږو پاکستانيانو په ګډون د يوولسو دولت ضدو وسله والو د نيونې خبر ورکوي.
په ختيځ کې د سرحدي پوليسو د لومړۍ لېوا قومندان مل پاسوال امين الله امرخېل وايي، چې دغو کسانو پرون سهار د دوى پر پوستې بريد وکړ، چې پوليسو خپلې غاړې ته له کوم زيان پرته په شا وتمباوه.
د هغه په وينا، ترپېښې وروسته يې ځواکونو په پلټنو کې يوولس تنه د بريد په تور ونيول، چې شپږ يې پاکستانيان او پينځه نور يې افغانان دي.
د سرحدي ځواکونو قومندان د دوى په اړه نور جزيات ورنکړل.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د وسله والو طالبانو نظر هم راواخلو، خو په کې پاتې راغلو.
بريکوټ د کونړ په سرحدي ولسوالۍ ناړۍ کې هغه سيمه ده، چې د ډېورنډ کرښې د هغې غاړې چترال سره لنډه پوله لري.
له څو ورځو راهيسې پر سرحدي پوليسو په ختيځ افغانستان کې پېښې او بريدونه ډېرشوي، خو دوى وايي، يوې يې هم دوى ته کوم زيان نه دى اړولى.
وړمه شپه د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې هم د دې پوليسو پر يوې پوستې يو ساعت مخامخ جګړه شوې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


