د بغلان ولایت چارواکو د دغه ولایت د ډنډ غوري په ولسوالۍ کې د عملیاتو په لړ کې د ۴ تنه وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړ. بلخوا وسله والو طالبانو ادعا كړې، چې په همدې ولسوالۍ كې يې د ايساف ځواكونو يوه الوتكه رانسكوره كړې.
د بغلان ولایت چارواکو د دغه ولایت د ډنډ غوري په ولسوالۍ کې د عملیاتو په لړ کې د ۴ تنه وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړ.
بلخوا وسله والو طالبانو ادعا كړې، چې په همدې ولسوالۍ كې يې د ايساف ځواكونو يوه الوتكه رانسكوره كړې.
د بغلان ولایت د امنيې قومندانۍ ویاند جاوید بشارت کلید ته وویل، چې د څو ورځو راهیسې د بغلان د ډنډ غوري په ولسوالۍ كې د وسله والو پرضدعملیات جریان لري او ګڼ شمېر کلي د وسله والو له شتونه پاک شوي دي.
بشارت د وسله والو طالبانو هغه ادعا رد کړه، چې ګواكې په یاده ولسوالۍ کې يې یوه بې پیلوټه الوتکه رانسکوره کړې ده.
تر دې وړاندې د وسله والو طالبانو ویاند کلید ته ویلي وو، چې په ډنډ غوري ولسوالۍ کې يې یوه بی پیلوټه الوتکه رانسکوره کړې ده.
د يو بل خبر له مخې د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته د ټليفون له لارې له یوه ناڅرګند ځای څخه ویلي، چې نن ۱۲ بجې يې د کندوز ښار مرکز اړوند زرخرید سيمه کې د بهرنیو ځواکونو یو ټانګ ویجاړ کړی او ۴ بهرنیان وژلي دي.
په همدې اړه مو كوښښ وكړ، چې په کندوز کې د ایساف ځواكونو له مطبوعاتي دفتر سره تماس ونیسو، خو هغوی د تل په څېر خبریالانو ته د ورته پیښو په اړه معلومات نه وركوي.
تراوسه پورې په کندوز کې میشتو بهرنیو ځواکونو په دې اړه څه ندی ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


