ads

هلمند كې ۴ طالب قومندانان او يو شمېر وسلې ونيول شوې

په هلمند كې امنتي چارواكو د څلورو طالب قوماندانانو، يو شمېر وسلو او چادېدونكو توكو د نيولو خبر وركړ. د دغه ولايت چارواکي وايي دغه کسان يې د يو لړ لنډ مهاله عملياتو په ترڅ کې نيولي دي.   په هلمند كې امنتي چارواكو د څلورو طالب قوماندانانو، يو شمېر وسلو او چادېدونكو توكو د […]

نویسنده: The Killid Group
29 لیندۍ 1389

په هلمند كې امنتي چارواكو د څلورو طالب قوماندانانو، يو شمېر وسلو او چادېدونكو توكو د نيولو خبر وركړ. د دغه ولايت چارواکي وايي دغه کسان يې د يو لړ لنډ مهاله عملياتو په ترڅ کې نيولي دي.

 

په هلمند كې امنتي چارواكو د څلورو طالب قوماندانانو، يو شمېر وسلو او چادېدونكو توكو د نيولو خبر وركړ.

د دغه ولايت چارواکي وايي دغه کسان يې د يو لړ لنډ مهاله عملياتو په ترڅ کې نيولي دي.

د هلمند د ملي امنيت رئيس نظر علي واحدي د دوه شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، چې د تېرې يوې اونۍ په لړ کې يې د مرکز لښکرګاه او نادعلي ولسوالۍ په شاو خوا کې د وسله والو طالبانو څلور تنه قومندانان، چې هر يوه يې د طالبانو د وړو وړو ګروپونو مشري پر غاړه لرله د يو لړ لنډمهال عملياتو په ترڅ کې  نيولي دي.

واحدي همداراز وايي، چې د دغو عملياتو پر مهال يې څلور کلاشينکوفونه، څلور لاسي بمونه، څلور حلقې ماينونه، درې توفنګچې، دوه عرادې موټر سايکلونه او يو سراچه ډوله موټر نيولي دي.

د ملي امنيت رئيس وايي، دغو نيول شويو کسانو په خپلو کړنو اعتراف هم کړى دى.

د يوه بل خبر له مخې د همدي ولايت په باغران ولسوالۍ کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي، خو د سيمې خلک بيا وايي دري تنه وسله وال نه د مدرسې طالبان او درې ملکې کسان وژل شوي دي.

د باغران ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي د نوم د نه ښودل په شرط کې کليد ته وويل، چې د دغه ولسوالۍ د مشترک بازار په سيمه کې د داى کونډي ولايت چارواکو يو لړ عمليات تر سره کړي چې اوه تنه ملکې کسان په کې وژل شوي او ګډبازار چور شوى دى.

دغه سرچينه زياتوي، چې په وژل شويو کسانو کې درې د مدرسې طالبان، يو دهغوي استاد، يوه ښځه او دوه ماشومان شامل دي، خو د داى کونډي والي قربان علي اروزګاني کليد ته د تليفون پر کرښه وويل، چې د باغران او کجران تر منځ  د ګډ بازار په سيمه کې په سرحدي پوليسو ډزې کېدې، چې پر وړاندې يې د سپکو او درنو وسلو څخه کار واخيستل شواو درې تنه وسله وال طالبان په کې ووژل شول.

اروزګاني د بازار چور او د ملکې کسانو وژنه په کلکه رد کړه.

د هلمند ولايت چارواکو په باغران ولسوالۍ کې د ملکې کسانو او وسله والو طالبانو په وژنه ناخبري وښوده.

وسله والو طالبانو لاتر اوسه د دغه دواړو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA