د ننګرهار پريوې سرحدي پوستې تېره شپه وسله والو طالبانو د سپکو او درنو وسلو پر مټ يو ساعته بريد کړى، چې چارواکي وايي، کوم زيان نه لري. په ختيځ کې د سرحدي پوليسو د لومړۍ لېوا قومندان
د ننګرهار پريوې سرحدي پوستې تېره شپه وسله والو طالبانو د سپکو او درنو وسلو پر مټ يو ساعته بريد کړى، چې چارواکي وايي، کوم زيان نه لري.
په ختيځ کې د سرحدي پوليسو د لومړۍ لېوا قومندان مل پاسوال امين الله امرخېل په وينا، بريد د ماخوستن له اتو بجو څخه ترنهو بجو د مومند درې ولسوالۍ پر څڅوبي سرحدي پوستې شوى.
قومندان وايي، پوليسو يې بې له دې، چې کوم زيان ور واوړي، بريد پر شاتمبولى، خو دا نه وايي، چې بريد کوونکي څوک، له کومه ځايه راغلي او بيرته کومې خواته ورغلي؟
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته وويل، چې پر څڅوبي سرحدي پوستې بريد دوى کړى او په ناڅرګنده کچه يې په کې دولتي غاړې ته زيان اړولى.
مومنددره، چې د ډېورنډ کرښې او اوسني پاکستان ته نېږدې پرته ولسوالي ده، څه موده وړاندې ترې شپاړس ماين پاکوونکي ناڅرګندو وسله والو تښتولي وو، چې چارواکو ويل هغې پېښه کې د کرښې له هغې غاړې وسله والو طالبانو لاس لاره.
په مومند دره او ورسره خوا کې د ننګرهار نورو سرحدي ولسواليو کې ولسي خلک د قومي تړو پربنسټ له ډېره وخته د خپلې سرحدي سيمې ساتنه کې د افغان ځواکونو مرسته کوي او له همدې امله له دې سيمو ډېر کم د ناامنيو خبرونه راځي.
چارواکي که څه هم کله، کله په څنګزنه توګه د ډېورنډ کرښې له هغې غاړې وسله وال طالبانو د دې غاړې په ناامنيو کې په لاس لرلو تورنوي، خو د کرښې دې غاړې ته بيا وسله وال طالبان دا خبره ناسمه ګڼي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


