ads

د كونړ په ماڼوګي كې د ايتلافي ځواكونو هوايي عمليات

ايتلافي ځواکونو تېره شپه د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د هوايي بمبار پرمهال ترلسو ډېرو کسانو ته مرګ، ژوبله اړولې، چې د هويت په اړه يې بېلا، بېلې دعوې کېږي.     ايتلافي ځواکونو تېره شپه د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د هوايي بمبار پرمهال ترلسو ډېرو کسانو ته مرګ، ژوبله اړولې، چې […]

نویسنده: TKG
29 لیندۍ 1389

ايتلافي ځواکونو تېره شپه د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د هوايي بمبار پرمهال ترلسو ډېرو کسانو ته مرګ، ژوبله اړولې، چې د هويت په اړه يې بېلا، بېلې دعوې کېږي.

 

 

ايتلافي ځواکونو تېره شپه د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د هوايي بمبار پرمهال ترلسو ډېرو کسانو ته مرګ، ژوبله اړولې، چې د هويت په اړه يې بېلا، بېلې دعوې کېږي.

د کونړ امنيې قومندان مل پاسوال خليل الله ضيايي د ايتلافي ځواکونو له خولې وايي، چې بمبار کې د دولت د وسله والو مخالفينو يوه ډله په نښه شوې او پکې د يوه قومندان په ګډون نهه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

امنيې قومندان وايي د پېښې ټپيان د کونړ د اسعداباد مرکزي روغتون ته راوړل شوي، چې تر درملنې وروسته به ترې پلټنې وشي.

په دې اړه د ايتلافي ځواکونو په نظر اخېستو کې پاتې راغلو، خو  کونړ د ولايتي شورا رئيس حاجي مياحسن عادل له شمېر ښودنې پرته کليد ته وويل، چې د معلوماتو له مخې يې په دغه هوايي بمبار کې ولسي خلکو ته مرګ، ژوبله اوښتې.

هغه په بمبار کې د ټپيانو په اړه وويل، چې ماشومان دي او ماشومان کله دولت سره وسله وال مخالفت کولاى شي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم کليد ته د ياد شوي بمبار په پخلي سره وويل، چې وژل شوي او ټپيان شوي ټول پکې ولسي خلک دي.

کونړ، چې د هېواد ختيځ کې ترټولو ناکراره ولايت ګڼل کېږي، ډېرځله پکې د داسې بمباريو پرمهال د دولت د وسله والو مخالفينو په نامه خلک وژل شوي، چې د ځايي خلکو لخوا بيا زيانمن شوي اکثره مهال ولسي خلک ښودل شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA