ads

کابل ښار کې د ملي اردو پر سرتېرو بريد

د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړونده سيمه کې د ملي اردو د ځواکونو او يوه بريد کوونکي ترمنځ نښته وشوه. د کابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې د څېړنو رئيس سمونوال محمد ظاهر كليد ته وويل،   د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړونده سيمه کې د […]

نویسنده: TKG
28 لیندۍ 1389

د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړونده سيمه کې د ملي اردو د ځواکونو او يوه بريد کوونکي ترمنځ نښته وشوه. د کابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې د څېړنو رئيس سمونوال محمد ظاهر كليد ته وويل،

 

د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړونده سيمه کې د ملي اردو د ځواکونو او يوه بريد کوونکي ترمنځ نښته وشوه.

د کابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې د څېړنو رئيس سمونوال محمد ظاهر كليد ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار په اوه بجو رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړونده د سرک نَو په سيمه کې يو تن بريد کوونکي د ملي اردو د سرتېرو پر يوه موټر ډزې وکړې.

د نوموړي په وينا، له تېر نيم ساعت راهيسې په سيمه کې د ملي اردو سرتېرو او ياد شوي بريد کوونکي ترمنځ نښته روانه وه  او تر اوسه چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

عيني شاهدانو كليد ته وويل، چې په ياده شوې سيمه کې د کابل – جلال اباد لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

هغوي زياته کړه، چې په سيمه کې د درنو او سپکو وسلو ډزې روانې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA