ads

د ملي اردو ۳ عسكرو ته مرګ ژوبله واوښته

ځايي چارواكي وايي، تېر مازيګر د پكتيا ولايت د شواك په ولسوالۍ كې د ملي اردو د عسكرو په رينجر موټر د سړك د غاړې بمي چاودنه شوې، چې له كبله يې د ملي اردو درېيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتي. ځايي چارواكي وايي، تېر مازيګر د پكتيا ولايت د شواك په ولسوالۍ كې د […]

نویسنده: TKG
28 لیندۍ 1389

ځايي چارواكي وايي، تېر مازيګر د پكتيا ولايت د شواك په ولسوالۍ كې د ملي اردو د عسكرو په رينجر موټر د سړك د غاړې بمي چاودنه شوې، چې له كبله يې د ملي اردو درېيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتي.

ځايي چارواكي وايي، تېر مازيګر د پكتيا ولايت د شواك په ولسوالۍ كې د ملي اردو د عسكرو په رينجر موټر د سړك د غاړې بمي چاودنه شوې، چې له كبله يې د ملي اردو درېيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتي.

د دوسوه دريم تندر قول اردو وياند ساعت ګل هوتك وايي: پېښه د يادې ولسوالۍ په سټو كنډو سيمه كې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د ملي اردو سرتيري په سيمه كې پر ګزمه بوخت وو.

د قول اردو وياند وايي، چې په پېښه كې د اردو دوه عسكر وژل شوي او يو بل يې ټپي دى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، چې د سړك د غاړې ماين د دوى د ملګرو له خوا ځاى پر ځاى شوى و، چې د چاودنې له كبله يې د ملي اردو سرتېرو ته زيات زيان اوښتى دى.

شواك د پكتيا او خوست تر منځ په غځېدلې لويه لاره پرته هغه ولسوالۍ ده، چې وخت ناوخت ترې د سړك د غاړې د بمي چاودنو او نښتو راپورونه وركول كېږي.

هېره دې نه وي، چې څه موده وړاندې د دې ولسوالۍ ولسوال علي اباد هم د سړك د غاړې په بمي چاودنه كې وژل شوى او مسؤليت يې وسله والو طالبانو په غاړه اخيستى و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA