ads

د سړك د غاړې ماين چاودنې ۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

ځايي چارواكي وايي، چې د كندهار د پنجوايي ولسوالۍ په لعل خان كلا سيمه كې د سړك د غاړې ماين چاودنې يو کوچنى مړ او څلور نور ټپيان کـړل. د پنجوايي ولسوال د پېښې پخلى كړى او په اړه يې كليد ته وويل   ځايي چارواكي وايي، چې د كندهار د پنجوايي ولسوالۍ په لعل […]

نویسنده: TKG
28 لیندۍ 1389

ځايي چارواكي وايي، چې د كندهار د پنجوايي ولسوالۍ په لعل خان كلا سيمه كې د سړك د غاړې ماين چاودنې يو کوچنى مړ او څلور نور ټپيان کـړل. د پنجوايي ولسوال د پېښې پخلى كړى او په اړه يې كليد ته وويل

 

ځايي چارواكي وايي، چې د كندهار د پنجوايي ولسوالۍ په لعل خان كلا سيمه كې د سړك د غاړې ماين چاودنې يو کوچنى مړ او څلور نور ټپيان کـړل.

د پنجوايي ولسوال د پېښې پخلى كړى او په اړه يې كليد ته وويل، چې پېښه نن سهار وختي هغه مهال رامنځته شوه، چې د عامو وګړو يو موټر په سيمه كې د سړک د غاړي پر يوه ځاى پر ځاى شوي ماين  ور برابر شو.

د نوموړي په وينا، په پېښه کې يو کوچنى مړ او څلور نور ټپيان شوي، چې ټپيان د ده د معلوماتو له مخې د امنيتي ځواکونو په مرسته د سيمي روغتون ته لېږدول شوي دي.

بلخوا امنيتي ځواکونو نن سهار د ارغنداو ولسوالۍ په بې بې هوا کلا سيمه كې د دوو  ماينونو د کشف او شنډلو خبر وركړ.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA