ads

د تېرې اونۍ په پرتله د ملكي خلكو وژنه ډېره شوې

د كورنيو چارووزارت وياند زمري بشري د يكشنبې په ورځ د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې په تېره يوه اونۍ كې د جنايي او ترهګريزو پېښو په ترڅ كې شاوخوا ۲۷۹ تنه نيول شوي، اته ويشت وسله وال مخالفين وژل شوي او شپږ نور يې ټپيان شوي دي.     د كورنيو چارووزارت […]

نویسنده: TKG
28 لیندۍ 1389

د كورنيو چارووزارت وياند زمري بشري د يكشنبې په ورځ د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې په تېره يوه اونۍ كې د جنايي او ترهګريزو پېښو په ترڅ كې شاوخوا ۲۷۹ تنه نيول شوي، اته ويشت وسله وال مخالفين وژل شوي او شپږ نور يې ټپيان شوي دي.

 

 

د كورنيو چارووزارت وياند زمري بشري د يكشنبې په ورځ د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې په تېره يوه اونۍ كې د جنايي او ترهګريزو پېښو په ترڅ كې شاوخوا ۲۷۹ تنه نيول شوي، اته ويشت وسله وال مخالفين وژل شوي او شپږ نور يې ټپيان شوي دي.

همداراز هغه زياته كړه، چې په دغه موده كې يولس تنه پوليس وژل شوي او ۲۴  ټپيان شوي او ۵۲ تنه ملكي كسان وژل شوي او ۳۴ تنه يې ټپيان شوي دي، چې د ملكي خلكو په وژنه كې د تيرې اونۍ په  پرتله ۷۶ فيصده زياتوالى راغلى دى او په ترهګريزو بريدونو كې شپاړس فيصده زياتولى رامنځته شوى دى.

نوموړي د ملكي خلكو د وژنې ډيروالي علت نا امني په ګوته كړه

بشري زياته كړه، چې پوليسو  د ۲۷۸۲ نشه يي توكي په تور۴۲ تنه قاچاقبران هم نيولي دي.

د نوموړي په وينا، په كابل ښار كې د دېرشو بېلابېلو تورو شيشو لرونكو موټرو څخه اړوند تور فلمونه پاك شوي او د وزير اكبرخان او شېر پور په سيمو كې يو شمېر سيمټي بلاكونه يا موانع لرې كړاى شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې دا مهال د محلي پوليسو شمېره دوه زرو ته رسيږي، چې په نا امنو سيمو كې د امنيت ساتلو چارې پرمخ وړي.

ياده دې وي، چې تېره اونۍ دوه ځانمرګي بريدونه هم ترسره شوي و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA