په کندز ښار کې د ملي اردو د جلب وجذب پر مرکز ډله ييز ځانمرګى بريد شوى، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې پكې د بريد ګرو په شمول ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په کندز ښار کې د ملي اردو د جلب وجذب پر مرکز ډله ييز ځانمرګى بريد شوى چې د لومړنيو معلوماتو له مخې پكې د بريد ګرو په شمول ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کندوز د والی مرستیال حمیدالله دانشي د بريد پخلى كړى او په اړه يې كليد ته وویل، چې نن سهار شپږنیمې بجې ۴ تنه ځانمرګي برید کوونکي د ښار په زړه کې د پولیسو د جلب وجذب مرکز ته ننوتي وو، چې تر اوسه یې ۳ تنه وژل شوي او یو تن یې ژوندی دی او نښته لا روانه ده.
هغه د ځان لور ته د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو عینی شاهدان وایي، چې ۶ تنو بریدکوونکو پر دغه مركز بريد كړى وو او د ملی اردو په یونیفورم کې يې د ۳ تنو مړيو او ټپيانو د لېږدېدل ليدلي دي.
د کندوز د سيمه يیز روغتون یو تن ډاکټر د نوم د پټ ساتلو په شرط کلید ته وویل، چی تر اوسه دوی ته ۸ تنه ټییان وروړل شوي، چې ۷ تنه يې سرتيري دي او یو دوکاندار دی.
هغه وایي، چې سرتيري د پي آر ټي مرکز ته انتقال شوي دي.
بلخو وسله وال طالبان بیا وایي، چې ۲ تنه ځانمرګو بریدکوونکو ملګرو يې پر مرکز بريد كړى و او ۱۹ تنه كورني سرتيري يې وژلي دي.
مجاهد د خپلو ملګرو د وژل كېدو په اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


