ايساف ځواکونو د يوې خپرې شوې خبر پاڼې له لارې د هېواد په جنوب کې د خپل يوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړ. په خبر پاڼه كې راغلي، چې دغه سرتېرى يې د يوې چاودنې په ترڅ كې وژل شوى،
ايساف ځواکونو د يوې خپرې شوې خبر پاڼې له لارې د هېواد په جنوب کې د خپل يوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړ.
په خبر پاڼه كې راغلي، چې دغه سرتېرى يې د يوې چاودنې په ترڅ كې وژل شوى، خو د هويت او د وژل كېدو د كره ځاى په اړه په خبر پاڼه كې څه نه دي ويل شوي.
په دې سره په روان ميلادي كال كې وژل شوي بهرنيو سرتېرو شمېره ۶۹۵ ته ورسېده.
تېر کال د ۵۲۰ بهرنيو سرتېرو د وژل كېدو پخلى شوى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


