د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې تېر ماښام د اوبو د ويالې پرسر وسله واله نښته کې د دې ولسوالۍ څارنوال مړ او يو بل تن ټپي شو. د ښېوې ولسوال حاجي عبدالقيوم شينوارى وايي، نښته په اتاوړ کلي کې شوې.
د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې تېر ماښام د اوبو د ويالې پرسر وسله واله نښته کې د دې ولسوالۍ څارنوال مړ او يو بل تن ټپي شو.
د ښېوې ولسوال حاجي عبدالقيوم شينوارى وايي، نښته په اتاوړ کلي کې شوې.
د ولسوال په وينا، د څارنوال د مخالف لوري يو تن په نښته کې ټپي شوى او دوى د پېښې په تور دوه تنه نيولي.
د سيمې يو شمېر استوګنو کليد ته وويل، چې د څارنوال مخالف لوري، چې د ده تربوران کېدل، غوښتل د ده له کوره لږ څه بر د اوبو وياله سېمټ او وړه کړي، چې ورسره د ده د مخالفت له امله دغه پېښه رامنځته شوه.
خلکو دغه راز په ولسوالۍ کې له وروستيو راهيسې داسې پېښې زياتې شوې وګڼلې او له دولته يې وغوښتل، چې مخنيوي ته يې جدي هلې، ځلې وکړي.
ښېوه د ننګرهار يوازينۍ ولسوالي نه ده، چې پربېلا،بېلو مسئلو قومي ناندرۍ پکې وخت، په وخت خلکو ته مرګ، ژوبله اړوي.
د دې ولايت په نورو سيمو کې هم داسې پېښې اکثره مهال کېږي، چې د ځينو په اند ملامتو ته يې د سزا نه ورکول بيا د دې پېښو د زياتوالي لامل ګرځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


