ads

فراه ولايت كې ۳ وسله وال طالبان ووژل شول

ځايي چارواكي وايي، چې د شنبې په سهار ۳ بجې د فراه ولايت په بلابلوك ولسوالۍ كې ۳ وسله وال طالبان پر خپل ماين چاودنې كې ووژل شول. د فراه ولايت د والي مرستيال محمد يونس كليد ته وويل:   ځايي چارواكي وايي، چې د شنبې په سهار ۳ بجې د فراه ولايت په بلابلوك […]

نویسنده: TKG
27 لیندۍ 1389

ځايي چارواكي وايي، چې د شنبې په سهار ۳ بجې د فراه ولايت په بلابلوك ولسوالۍ كې ۳ وسله وال طالبان پر خپل ماين چاودنې كې ووژل شول. د فراه ولايت د والي مرستيال محمد يونس كليد ته وويل:

 

ځايي چارواكي وايي، چې د شنبې په سهار ۳ بجې د فراه ولايت په بلابلوك ولسوالۍ كې ۳ وسله وال طالبان پر خپل ماين چاودنې كې ووژل شول.

د فراه ولايت د والي مرستيال محمد يونس كليد ته وويل: دغو طالبانو پلان درلود، چې د بلابلوك ولسوال موټر پرې والوزوي، خو خپله د همدې چاودنې خوراك شول.

نوموړي زياته كړه، چې دغو طالبانو د فراه ولايت په ډېرى ناامنيو كې لاس لاره، چې په وژلو سره يې ښايي د سيمې امنيت كې ښه والى راشي.

تر دې دمه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې د روان لمريز كال په اوږدو كې د ملي پوليس نږدې ۲۰ سرتېرو ته په بلابلوك ولسوالۍ كې د سړك د غاړې ماين چاودنو له كبله مرګ ژوبله اوښتې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA