ads

د بې پيلوټه الوتكو بريدونو كې ۵۰ تنه ووژل شول

د پاكستان په قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ كې د ا مريكا د بې پيلوټه الوتكو بريدونو له كبله د وژل شويو كسانو شمېره ۵۰ ته ورسېده. تر دې وړاندې په دې بريدونو كې د ۱۵ كسانو د وژل كېدو پخلى شوى و.       د پاكستان په قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ كې د ا […]

نویسنده: TKG
27 لیندۍ 1389

د پاكستان په قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ كې د ا مريكا د بې پيلوټه الوتكو بريدونو له كبله د وژل شويو كسانو شمېره ۵۰ ته ورسېده. تر دې وړاندې په دې بريدونو كې د ۱۵ كسانو د وژل كېدو پخلى شوى و.

 

 

 

د پاكستان په قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ كې د ا مريكا د بې پيلوټه الوتكو بريدونو له كبله د وژل شويو كسانو شمېره ۵۰ ته ورسېده.

تر دې وړاندې په دې بريدونو كې د ۱۵ كسانو د وژل كېدو پخلى شوى و.

د خيبر ايجنسۍ يوه دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، رسنيو ته ويلي، چې لومړۍ پېښه د جمع په سهار د تيرا په سندانه سيمه كې هغه مهال رامنځته شوه، چې امريكايي بې پيلوټه الوتكې په سيمه كې دوه شكمن موټر په نښه كړل.

ويل كې په دغو موټرو كې بهرني ترهګر سپاره وو.

نوموړي زياته كړه، په دغه بريد كې ۷ ترهګر مړه او ۱۲ ټپيان شول.

دويمه پېښه د سپين درند په سيمه كې هغه مهال رامنځته شوه، چې امريكايي بې پيلوټه الوتكې د سيمه ييزې سخته درييزې ډلې لشكر اسلام يو مركز په نښه كړ.

د معلوماتو له مخې په دغه مركز كې د دغې ډلې غونډه روانه وه، چې پرې د شوي بريد له كبله ۳۲ تنه ووژل شول.

په دغه بريد كې د منګل باغ په اړه لا كوم خبر نشته، چې وژل شوى، كه ټپي دى، خو ويل كېږي، چې يو نږدې ساتونكى يې مړ شوى دى.

دا هم ويل كېږي، چې په دې بريد كې د منګل باغ څو مهم قومندانان هم وژل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې دريم بريد د باړه سب په نرۍ بابا سيمه كې پر يوه مركز شوى، چې له كبله يې ۱۲ تنه سواتي طالبان وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د خيبر ايجنسۍ په سپين درند سيمه كې امريكايي بې پيلوټه الوتكې بريد كړى و، چې له كبله يې ۷ تنه وژل شوي وو.

په دغه بريد كې وژل شوي كسان د حافظ ګل بهادر ډلي كسان او سواتي طالبان ښوول شوي وو.

د روان كال په مۍ مياشت كې په لومړي ځل امريكايي بې پيلوټه الوتكې په خيبر ايجنسۍ كې بريد ترسره كړى و او دا لومړى ځل دى، چې په دغه بريد كې د لشكر اسلام ډلې كسان په نښه كېږي.

د دغه ډلې په اړه ويل كېږي، چې دا يو ځايي تنظيم دى او ډېرى وخت د حكومت پلوى پاتې شوى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA