ads

د بهرنيو پر ځاى د كورنيو ځواكونو غوښتنه

د مارجې ولسوالۍ د ترخه نهور اوسېدونکو، چې شمېر يې لسگونو تنو ته رسېده په  لښكرگاه ګې خبريالانو ته  وويل، چې بهرني ځواكونه يې په سيمه كې خپل سرې پلټنې كوي، چې په ترڅ كې ېې د دوى كلتوري او ديني مقدساتو ته سپكاوى كيږي. د مارجې ولسوالۍ د ترخه نهور اوسېدونکو، چې شمېر يې […]

نویسنده: TKG
27 لیندۍ 1389
د بهرنيو پر ځاى د كورنيو ځواكونو غوښتنه

د مارجې ولسوالۍ د ترخه نهور اوسېدونکو، چې شمېر يې لسگونو تنو ته رسېده په  لښكرگاه ګې خبريالانو ته  وويل، چې بهرني ځواكونه يې په سيمه كې خپل سرې پلټنې كوي، چې په ترڅ كې ېې د دوى كلتوري او ديني مقدساتو ته سپكاوى كيږي.

د مارجې ولسوالۍ د ترخه نهور اوسېدونکو، چې شمېر يې لسگونو تنو ته رسېده په  لښكرگاه ګې خبريالانو ته  وويل، چې بهرني ځواكونه يې په سيمه كې خپل سرې پلټنې كوي، چې په ترڅ كې ېې د دوى كلتوري او ديني مقدساتو ته سپكاوى كيږي.

دغه کسان زياتوي، چې بهرنيان جوماتونو ته هم په خپل سرننوځي او ديني مقدساتو سپکاوي کوي.

د هلمند د والي مرستيال عبدالستار ميرزكوال د خلكو دغه پارونه د وسله والو طالبانو دسيسه بولي او زياتوي، چې نږدې يو كال وړاندې هم په ياده سيمه كې وسله والو طالبانو دا ډول دسيسي جوړې كړې وې او د ځايي اوسېدونكو احساسات يې راوپارولي وو، خو په حقيقت كي دغه  ډول كړنې نه وي شوي.

نوموړى وايي، چې دوى په دې اړه پلټنې كوي، كه چېرې د خلكو ادعاوې رښتينې وي، نو دوى هم د بهرنيانو دغه عمل غندي او مخالفت يې كوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA