ads

بادغيس كې د طالبانو يو لوړ پوړى قومندان ووژل شو

ځايي چارواكو په بادغيس ولايت كې د ايتلافي ځواكونو د هوايي بريد په ترڅ كې د يوه طالب قومندان د وژل كېدو خبر وركړ. چارواكي وايي، چې دغه پېښه تېره ورځ وروسته ترهغې رامنځته شوه،   ځايي چارواكو په بادغيس ولايت كې د ايتلافي ځواكونو د هوايي بريد په ترڅ كې د يوه طالب قومندان […]

نویسنده: TKG
27 لیندۍ 1389

ځايي چارواكو په بادغيس ولايت كې د ايتلافي ځواكونو د هوايي بريد په ترڅ كې د يوه طالب قومندان د وژل كېدو خبر وركړ. چارواكي وايي، چې دغه پېښه تېره ورځ وروسته ترهغې رامنځته شوه،

 

ځايي چارواكو په بادغيس ولايت كې د ايتلافي ځواكونو د هوايي بريد په ترڅ كې د يوه طالب قومندان د وژل كېدو خبر وركړ.

چارواكي وايي، چې دغه پېښه تېره ورځ وروسته ترهغې رامنځته شوه، چې د ايتلافي ځواكونو الوتكې په بالامرغاب ولسوالۍ كې د ځايي طالبانو يو مشهور قومندان ملا تورجان، چې پر موټر سايكل سپور و په نښه كړ.

د بادغيس ولايت امنيه قومندان سمونوال عبدالجبار وايي: ملا تورجان په بالامرغاب ولسوالۍ كې د طالبانو له مشهورو قومندانانو څخه و، چې ډېرى بريدونه د همده لخوا رهبري كېدل.

وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې درې ورځې وړاندې هم ناټو ځواكونو په بالامرغاب ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو يو شمېر مركزونه بمبارد كړي وو، چې له كبله يې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA