د كندهار ولايت د دامان ولسوالۍ اړوند د شورندام کوتل ته څېرمه بمي چاودنې ۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د دغه ولايت امنيه قومندان د پېښې پخلى كړى او زياته كړې يې ده، چې دغه چاودنه نن
د كندهار ولايت د دامان ولسوالۍ اړوند د شورندام کوتل ته څېرمه بمي چاودنې ۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دغه ولايت امنيه قومندان لوی پاسوال خان محمد مجاهد د پېښې پخلى كړى او زياته كړې يې ده، چې دغه چاودنه نن د ۱۲ بجو په شاوخوا كې پر يوه بايسکل د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونكو توكو پرمټ شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په پېښه كې ۳ تنه كوچينان ماشومان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
د پېښې پړه لا چا پر غاړه نه ده اخيستې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


