ads

طالبانو په دولت كې د خپلو كسانو د شتون خبر وركړ

د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د طالبانو د يوې ٦٠  کسيزې ډلې قوماندان وايي، چې دوى په دولتي ليکو کې ملګري لري او وخت په وخت ورته معلومات ورکوي. د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د طالبانو د يوې ٦٠  کسيزې ډلې قوماندان وايي، چې دوى په دولتي ليکو کې ملګري لري او وخت […]

نویسنده: TKG
24 لیندۍ 1389
طالبانو په دولت كې د خپلو كسانو د شتون خبر وركړ

د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د طالبانو د يوې ٦٠  کسيزې ډلې قوماندان وايي، چې دوى په دولتي ليکو کې ملګري لري او وخت په وخت ورته معلومات ورکوي.

د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د طالبانو د يوې ٦٠  کسيزې ډلې قوماندان وايي، چې دوى په دولتي ليکو کې ملګري لري او وخت په وخت ورته معلومات ورکوي.

دغه ٥٥ کلن طالب قوماندان ملا جاهد نومېږي، او د خوګياڼو ولسوالۍ په يوې لرې پرتې غرييزې سيمې کې له خپلو ملګرو سره مېشت دى.

ملا جاهد، دا څرګندونې تېره ورځ رسنيو ته  وکړې او زياته يې کړه:  وړاندې تر دې  چې کورني او بهرني ځواکونه سيمې ته راځي، له مخکې څخه خبرېږي، خپل ځاى تبديلوي او د جګړې لپاره چمتووالى نيسي.

خو د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزى، دغه څرګندونې په کلکه ردوي او وايي چې دا بې بنسټه خبرې دي

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA