د امريکا د متحدو ايالاتو حکومت د ريچارډ هالبروک مرستيال د هغه ځاى ناستى ټاکلى دى. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند فليپ کراولي تېره شپه د يوې خبري غونډې پر مهال اعلان وکړ، چې د هالبروک مرستيال فرينک روجيرو دهغه پر ځاى ټاکل شوى دى.
د امريکا د متحدو ايالاتو حکومت د ريچارډ هالبروک مرستيال د هغه ځاى ناستى ټاکلى دى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند فليپ کراولي تېره شپه د يوې خبري غونډې پر مهال اعلان وکړ، چې د هالبروک مرستيال فرينک روجيرو دهغه پر ځاى ټاکل شوى دى.
روجيرو له ټاکل کېدو سملاسي وروسته په سپينې ماڼۍ کې دافغانستان د تګلارې او ستراتيژۍ په ا ړه په يوه جوړه شوې غونډه کې هم ګډون وکړ.
کراولي وويل چې فرينک روجيرو شپږ مياشتې مخکې د هالبروک د مرستيال په توګه ټاکل شوى و او له هغې مخکې د افغانستان په سويل کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت داستازي په توګه ټاکل شوى و.
په امريکا کې د افغانستان د چارو کارپوهان وايي چې د هالبروک ځاى ناستى ځکه په بيړني توګه ټاکل شوى، چې په راتلونکو دوو ورځو کې امريکا دافغانستان په اړه نوې تګلاره او ستراتيژي اعلانوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


