ځايي پوليسو په هرات ولايت كې د ۲ اختطاف كوونكو د نيولو او د هغوى له منګولو د يوه تنه د ازادولو خبر وركړ. د هرات ولايت له امنيې قومندانۍ څخه په رارسېدلې خبر پاڼه كې راغلي،
ځايي پوليسو په هرات ولايت كې د ۲ اختطاف كوونكو د نيولو او د هغوى له منګولو د يوه تنه د ازادولو خبر وركړ.
د هرات ولايت له امنيې قومندانۍ څخه په رارسېدلې خبر پاڼه كې راغلي، چې د غلام نبي په نامه يو تن له غوريان ولسوالۍ څخه نږدې ۲ مياشتې وړاندې د نامعلومو كسانو تښتولى وو او له كورنۍ يې د پيسو غوښتنه كوله.
خبرپاڼه زياتوي، چې په دې اړه په غوريان ولسوالۍ كې د شويو عملياتو په ترڅ كې ۲ تنه سړي تښتوونكي نيول شوي، چې په اړه يې پلټنې راونې دي.
د هرات ولايت چارواكي وايي، چې له روان كال راهيستې تر دې دمه شاوخوا ۵۰ تنه د سړي تښتونې په تور نيولي دي.
د يو بل خبر له مخې ځايي پوليسو د هرات ولايت په اوبه ولسوالۍ كې ۳ تنه د غلا په تور نيولي دي.
دغه غله د موټرو او نورو غلاګانو په تور نيول شوي، چې پلټنې ترې روانې دي.
دا په داسې حال كې ده، چې تر دې وړاندې څو ځله د اوبه ولسوالۍ موټر چلوونكو د دغه ولسوالۍ پر لاره له ناامنيو څخه شكايتونه كول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


