د خيبر پښتونخوا په مركز پېښور كې د يوه ښوونځي پر بس د ريموټ كنټرل بم چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. پېښه تېره ورځ له ماسپښين وروسته د پېښور په ګنجان اباد سيمه كې
د خيبر پښتونخوا په مركز پېښور كې د يوه ښوونځي پر بس د ريموټ كنټرل بم چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
پېښه تېره ورځ له ماسپښين وروسته د پېښور په ګنجان اباد سيمه كې هغه مهال رامنځته شوه، چې د سرسيد په نامه د يوه ځايي ښوونځي بس موټر د ريموټ كنټرول بم په واسطه والوځول شو.
سيمه كې يوه پوليسو افسر فضل مولا رسنيو ته ويلي، چې پېښه كې دوه تنه مړه او دوه نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، په وژل شويو كې يو زده كوونكى او بل د موټر چلونكى شامل دي.
په سيمه كې عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، چې د پېښې پرمهال په موټر كې دوه درې زده كوونكي وو او نور له چاودنې وړاندې ښكته شوي وو.
د پېښې پړه لا چا پر غاړه نه ده اخيستې.
په همدې حال كې پېښور كې د پوليسو مشر لياقت علي خان رسنيو ته ويلي، چې له پېښې وروسته يې يو شكمن كس نيولى دى.
په پېښور كې له تېرو څو مياشتو راهيسې پر ښوونځيو بريدونو كې ډېرښت راغلى، تر دې وړاندې هم د پېښور په اړوندو سيمو كې يو شمېر ښوونځي په نښه شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


