ads

كونړ كې د ايتلافي او افغان ځواكونو ګډ عمليات

د ډېورنډ کرښې ته لنډ کونړ کې بيا ايتلافي او افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات کړي، چې دواړه غاړې پکې يو بل ته د مرګ، ژوبلې دعوې کوي. د ډېورنډ کرښې ته لنډ کونړ کې بيا ايتلافي او افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات کړي، چې دواړه غاړې […]

نویسنده: TKG
23 لیندۍ 1389

د ډېورنډ کرښې ته لنډ کونړ کې بيا ايتلافي او افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات کړي، چې دواړه غاړې پکې يو بل ته د مرګ، ژوبلې دعوې کوي.

د ډېورنډ کرښې ته لنډ کونړ کې بيا ايتلافي او افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات کړي، چې دواړه غاړې پکې يو بل ته د مرګ، ژوبلې دعوې کوي.

عمليات د سرکاڼو ولسوالۍ په ګجنګل سيمه کې له درېيو ورځو راهيسې شوي، چې د کونړ د والي سيدفضل الله وحيدي په  وينا، پکې يوولس حکومت ضد وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د کونړ والي عمليات د ايتلافي ځواکونو، افغان ملي اردو او سرحدي او ملي پوليسو لخوا ترسره شوي ګڼي.

په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو قومندان مل پاسوال امين الله امرخېل بيا کليد ته رد کړه، چې ګواکې په دې عملياتو کې سرحدي پوليسو هم برخه لرله.

همدلته ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي اداره افغان ځواکونو سره  په دې  عملياتو کې د خپلو يوولسو وسله والو مخالفينو د وژلو ترڅنګ د هغوى د وسلو او مهماتو د لاسته راوړلو دعوه کوي.

بله خوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد د عملياتو پخلى کوي، خو وايي د څلورو ملګرو د وژل کېدو ترڅنګ يې پکې درې نور ملګري ټپيان شوي او عمليات کوونکې غاړې ته هم په ناڅرګنده کچه دروند ځاني زيان اوښتى.

د تېرې يکشنبې پر شپه د کونړ د بلې سرحدي ولسوالۍ ناړۍ پر دوو غره ييزو سيمو، کهي او ديسکور ايتلافي ځواکونو بمبار کړى و، چې پکې تر پينځه وېشتو پورې د ډيورنډ له هغې غاړې د راغلو پاکستاني وسله والو د وژنې دعوه کېده.

دا چې په تازه عملياتو کې وژل شوي وسله وال څوک دي؟ د کونړ والي وايي، غوڅ ځواب يې نه شي ويلاى، خو ګومان کوي چې دا به هم د پاکستان  تر واک لاندې سيمو څخه راغلي حکومت ضد وسله وال وي.

طالب وياند بيا د والي خبره نه مني او وايي، چې داسې خبرې تبليغاتي بڼه لري.

کونړ، چې د هېواد ختيځ کې ترټولو ناامنه ولايت ګڼل کېږي، پکې د دولت پلوو ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځه يې ډېرې داسې پېښې کېږي، چې اکثره او په ځانګړي ډول د دولتي زيان پرمهال يې ځايي چارواکي رسنيو ته معلومات نه ورکوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA