ads

غور كې ۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د غور ولايت په پساوند ولسوالۍ كې د ايتلافي ځواكونو د هوايي بريد له كبله ۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته. د غور ولايت امنيه قومندان عبدالباقي نورستانى د بريد پخلى كوي او وايي،   د غور ولايت په پساوند ولسوالۍ كې د ايتلافي ځواكونو د هوايي بريد له كبله ۷ وسله والو […]

نویسنده: TKG
23 لیندۍ 1389

د غور ولايت په پساوند ولسوالۍ كې د ايتلافي ځواكونو د هوايي بريد له كبله ۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته. د غور ولايت امنيه قومندان عبدالباقي نورستانى د بريد پخلى كوي او وايي،

 

د غور ولايت په پساوند ولسوالۍ كې د ايتلافي ځواكونو د هوايي بريد له كبله ۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د غور ولايت امنيه قومندان عبدالباقي نورستانى د بريد پخلى كوي او وايي، چې دغه بريد تېره ورځ رامنځته شوى او په ترڅ كې يې د ملا شفيق او ملا رسول په شمول ۴ تنه وسله وال طالبان مړه او ۳ نور يې ټپيان شوي دي.

د نورستاني د معلوماتو له مخې، وسله والو طالبانو غوښتل، چې د پساوند ولسوالۍ په نظامي ځايونو بريدونه ترسره كړي، خو ايتلافي ځواكونه دا موقع په لاس ورنه كړه او تر هغوى دمخه يې پرې بريد وكړ.

نورستانى زياتوي، دغه عمليات د هستوګنې له ځايه لرې شوي، چې له همدې كبله ملكي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د نوموړي په وينا، دامهال عمليات پايته رسېدلي او سيمه د ايتلافي ځواكونو تر كنترول لاندې ده.

د پساوند ولسوالي، له هلمند سره نښتې پوله لري، چې د ځينو خلكو په وينا، وسله وال طالبان له همدې لارې غور كې د ترهګريز بريدونه ترسراوي لپاره راځي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA