ads

د لغمان پر دوو ولسواليو د وسله والو طالبانو بريد

وسله والو طالبانو تېره شپه د لغمان د دوو ولسواليو پر ودانيو مخامخ بريدونه کړي، چې چارواکي يې په پخلي سره د کوم زيان اوښتل نه مني. د لغمان د امنيې قومندانۍ وياند سمونيار عبدالرازق همکار وايي،   وسله والو طالبانو تېره شپه د لغمان د دوو ولسواليو پر ودانيو مخامخ بريدونه کړي، چې چارواکي […]

نویسنده: TKG
23 لیندۍ 1389

وسله والو طالبانو تېره شپه د لغمان د دوو ولسواليو پر ودانيو مخامخ بريدونه کړي، چې چارواکي يې په پخلي سره د کوم زيان اوښتل نه مني. د لغمان د امنيې قومندانۍ وياند سمونيار عبدالرازق همکار وايي،

 

وسله والو طالبانو تېره شپه د لغمان د دوو ولسواليو پر ودانيو مخامخ بريدونه کړي، چې چارواکي يې په پخلي سره د کوم زيان اوښتل نه مني.

د لغمان د امنيې قومندانۍ وياند سمونيار عبدالرازق همکار وايي، پراليشنګ او دولت شاه ولسواليو بريدونه شوي، خو پوليسو يې په ځوابي ډزو سره بريدګر په شا کړي.

پوليس وياند د بريدونو څرنګوالى په ډاګه نکړ، خو ويې ويل، دواړو لوريو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا د بريدونو د مسؤليت منلو ترڅنګ کليد ته وويل، چې په بريدونو کې يې د زيان اوښتو يانه اوښتو معلومات نه لري.

د لغمان پر يو شمېر ولسواليو پخوا هم ورته مخامخ بريدونه شوي وو، چې د اوس په څېر چارواکو پکې زيان اوښتل نه منل.

د دې ختيځ ولايت امنيتي پېښې هم لکه د نورو په شان په وروستيو کې زياتې شوي، چې يو شمېر ولسي خلک يې اندېښمن کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA