ads

د جنوبي كوريا يوه پوځي مشر له خپلې دندې استعفا وكړه

د جنوبي كوريا د ځمكني پوځ مشر جنرال هوانګ اوئيډون له خپلې دندې استعفا وكړه. د نوموړي د استعفا لامل لا نه دى څرګند، خو ويل كېږي، چې پر ده په سيول كې د ځمكې د كاروبار له امله نيوكې راپورته شوې وې.   د جنوبي كوريا د ځمكني پوځ مشر جنرال هوانګ اوئيډون له […]

نویسنده: TKG
23 لیندۍ 1389

د جنوبي كوريا د ځمكني پوځ مشر جنرال هوانګ اوئيډون له خپلې دندې استعفا وكړه. د نوموړي د استعفا لامل لا نه دى څرګند، خو ويل كېږي، چې پر ده په سيول كې د ځمكې د كاروبار له امله نيوكې راپورته شوې وې.

 

د جنوبي كوريا د ځمكني پوځ مشر جنرال هوانګ اوئيډون له خپلې دندې استعفا وكړه.

د نوموړي د استعفا لامل لا نه دى څرګند، خو ويل كېږي، چې پر ده په سيول كې د ځمكې د كاروبار له امله نيوكې راپورته شوې وې.

جنرال هوانګ په داسې مهال له خپلې دندې استعفا كوي، چې  د شمالي او جنوبي كوريا ترمنځ تاوتريخوالي زور اخيستى.

جنرال هوانګ د روان كال په جون مياشت كې د ځمكني پوځ مشر ټاكل شوى و.

د كوريا خبري اژانس يونهېپ د دغه هېواد دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ ليكي، چې هوانګ هغه مهال د تقاعد غوښتنه وكړه، چې په رسنيو كې د نوموړي د پانګې اچونې خبرې رابرسېره شوې، خو هوانګ په وينا، په داسې مهال، چې په پوځ كې د اصلاحاتو رامنځته كېدو هڅې پيل شوي، نو پر دغې دندې د ده پاتې كېدل پرځاى كار نه دى.

د جنوبي كوريا د رسنيو د معلوماتو له مخې، جنرال هوانګ په ۲۰۰۲ ميلادي كال كې په سيول كې يوه ودانۍ اخيستې وه او دى پوهېده، چې پر دې سيمې لګيدلي بنديزونه زر له منځه ځي.

بلخوا جنرال هوانګ دغه تورونه رد كړي او ويلي يې دي، چې د ته په قانون كې د بدلونونو په اړه هيڅ معلومات نه وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA