د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازی ريچارد هولبروک پرون په واشنګټن كې مړ شو. نهه شپېته کلن هولبروک وړمه ورځ د زړه د ناروغۍ له كبله په روغتون كې بستر او د زړه د شريانونو عمليات يې ترسره شوى و، خو ډاكټرانو يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ نه و بللى.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازی ريچارد هولبروک پرون په واشنګټن كې مړ شو.
نهه شپېته کلن هولبروک وړمه ورځ د زړه د ناروغۍ له كبله په روغتون كې بستر او د زړه د شريانونو عمليات يې ترسره شوى و، خو ډاكټرانو يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ نه و بللى.
د يكشنبې په ورځ يې بل عمليات هم تر سره شو، خو د ده په روغتيايي حالت كې يې كوم خاص بدلون رانه وست او تېر ماښام له همدغې ناروغۍ له كبله ومړ.
نوموړى جمهور رئيس اوباما د ۲۰۰۹ ميلادي كال په جنورۍ كې د افغانستان او پاكستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه ټاكلى و.
هولبروك له ۱۹۶۲ ميلادي كال راهيسې د امريكا له ټولو ډيموكراټ جمهور رئيسانو سره كار كړى دى.
هولبروک په داسي حال کې له دنيا سترګې پټې کړې چې سپينې ماڼۍ د افغانستان د جګړې په باب د خپلې ستراتيژۍ بيا کتنه پيل کړې او ټاکل شوې ده چې د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ اعلان شي.
دا ستراتيژي يو کال دمخه جمهور رئيس بارک اوباما اعلان کړه او له هغې سره سم يې افغانستان ته دېرش زره اضافي سرتېري را ولېږل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


