د ايران دولتي رسنيو ويلي، چې جمهور رئيس محمود احمدي نژاد د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير منوچهر متكى له دندې ګوښه كړ. د لومړنيو معلوماتو له مخې د بهرنيو چارو د وزير له دندې د ګوښه كېدو لامل لا نه دى څرګند.
د ايران دولتي رسنيو ويلي، چې جمهور رئيس محمود احمدي نژاد د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير منوچهر متكى له دندې ګوښه كړ.
د لومړنيو معلوماتو له مخې د بهرنيو چارو د وزير له دندې د ګوښه كېدو لامل لا نه دى څرګند.
۵۷ كلن متكى يو پېژندل شوى ايرانى سياستوال دى او له ۲۰۰۵ ميلادي كال راهيسې د ايران د بهرنيو چارو وزير و، چې دا مهال د سينيګال په رسمي سفر بوخت دى.
نوموړى په روانې انګرېزۍ، اردو او تركي ژبو خبرې كولاى شي او په ۱۹۹۱ميلادي كال كې د تهران پوهنتون له نړيوالو اړيكو څخه فارغ شوى و.
ويل كېږي د متكي پرځاى د ايران د اټومي انرژۍ مشر علي اكبر صالحي، چې د احمدي نژاد نږدې ملګرى بلل كېږي د لنډې مودې لپاره ټاكل شوى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


