دسترې محکمې چارواکي وايي چې دولسي جرګې دټاکنو اړوندې دوسيې به د دې ارګان له خوا وڅېړل شي. د سترې محکمې د خپرونو رييس عبدالوکيل عمري رسنيو ته وويل،چې ستره محکمه دغه موضوع له قانون سره سمه وڅېړي.
دسترې محکمې چارواکي وايي چې دولسي جرګې دټاکنو اړوندې دوسيې به د دې ارګان له خوا وڅېړل شي.
د سترې محکمې د خپرونو رييس عبدالوکيل عمري رسنيو ته وويل،چې ستره محکمه دغه موضوع له قانون سره سمه وڅېړي.
دعمري په وينا،ستره محکمه د اساسي قانون د ١٢٠مې مادې پربنسټ د ټولو دعواوو او شکايتونو د څېړلو مکلفيت لري .
د سترې محکمې د خپرونو رييس زياته کړه، چې د هېواد قاضي القضات تېره اونۍ له يو شمېر معترضو وکيلانو سره د ليدلو پر مهال، له هغوى سره د ټاکنو د دوسيو د څېړنې او پرېکړې په اړه، ژمنه کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


