دهېواد لويې څارنوالۍ د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د خپلو څېړنو د پاى ته رسېدو خبر ورکړ او له محکمې څخه يې وغوښتل، څو وروستۍ پايلې لغوه او په ټاکنوكې د درغليو عاملين مجازات کړي.
دهېواد لويې څارنوالۍ د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د خپلو څېړنو د پاى ته رسېدو خبر ورکړ او له محکمې څخه يې وغوښتل، څو وروستۍ پايلې لغوه او په ټاکنوكې د درغليو عاملين مجازات کړي.
دلويې څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل، چې دهغوى د څېړنو پايلې ښيي، چې د ټاکنو پروسه له سرغړونو او درغليو ډکه وه.
نظري وويل،چې هغوى د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون ١٤ غړي محکمې ته معرفي کړي او د هغوى د مجازاتو غوښتنه يې کړې ده.
د نظري په وينا، هغوى د ټاکنو دوسيې، چې څه باندې څلور زره پاڼې کېږي، له غږيزو او انځوريزو کسټونو او همدارنګه د پيسو اسناد، چې له شهزاده سراى څخه ترلاسه شوي،يوځاى له دې دوسيو سره اړوندې محکمې ته لېږلي دي.
دنظري په وينا، دوروستيو پايلو لغوه کول په دې معنا نه دي، چې ټاکنې دې باطلې شي، بلکې د هغه په اند، د ټاکنو رايې بايد له سره وشمېرل شي
بل خوادټاكنوشكايتونوكميسيون دشنبې په ورځ په زغرده اعلان كړه، چې دولسي جرګې دپايلو دباطلول اعلان يواځې دوى پورې اړه لري، اودبل كوم قضايي ارګان صلاحيت نه دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

