يو شمېر مهمو او بانفوذو نړيوالو کاروپوهانو پرون دامريکاله جمهور رئيس بارک اوباما څخه وغوښتل چې په افغانستان کې خپله ستراتيژي په بنيادي ډول بدله کړي اوله طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
يو شمېر مهمو او بانفوذو نړيوالوکاروپوهانو پرون دامريکاله جمهور رئيس بارک اوباما څخه وغوښتل چې په افغانستان کې خپله ستراتيژي په بنيادي ډول بدله کړي اوله طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
اسوشيتيدپريس خبري اژانس وايي افغانستان ته د اضافي سرتېرو له لېږلو سره سره ۲۰۱۰ کال ترټولو خونړی کال و اودا ځواکونه نه دي توانېدلي چې د طالبانو د حملو د شدت مخه ونيسي.
د امريکا جمهور رئيس ته د افغانستان په باب د خپلې تګلارې د بدلو په باب درويشت څېړونکو، ژورناليستانو او د اين جي او ګانو مشرانو خپل ليک يوازې څو ورځې مخکې تر دې استولی چې سپينه ماڼۍ د افغانستان په اړه خپله ستراتيژي بيا څېړي.
ددرويشت کسيزې ډلې شامل کارپوهان وايي د افغانستان لپاره اوسنۍ ستراتيژي ناکامه ده او له ۲۰۰۱ څخه چې طالبان پرزول شوي،هغوی اوس تر بل هر وخت پياوړي شوي دي.
دوی همداراز ويلي چې يو ايتلافي حکومت چې طالبان هم پکې شامل وي بايد داوږدې مودې هدف وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


