ads

دكونړ په ناړۍ ولسوالۍ كې پر وسله والوطالبانو هوايي بريد شوى

د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو تېرمازېګر پر هغو و سله والو طالبانو چې ځايي چارواکي يې پاکستانيان ګڼي، هوايي بمبار کړى چې پکې د تلفاتو بېلا،بېلې دعوې کېږي.   د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو تېرمازېګر پر هغو و سله والو طالبانو چې ځايي چارواکي يې پاکستانيان ګڼي،هوايي بمبار کړى […]

نویسنده: TKG
21 لیندۍ 1389

د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو تېرمازېګر پر هغو و سله والو طالبانو چې ځايي چارواکي يې پاکستانيان ګڼي، هوايي بمبار کړى چې پکې د تلفاتو بېلا،بېلې دعوې کېږي.

 

د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو تېرمازېګر پر هغو و سله والو طالبانو چې ځايي چارواکي يې پاکستانيان ګڼي،هوايي بمبار کړى چې پکې د تلفاتو بېلا،بېلې دعوې کېږي.

د کونړ امنيې قومندان مل پاسوال خليل الله ضيايي وايي چې د لومړنيو رپوټونو له مخې يې شاوخوا نهه وسله وال طالبان په دې بمبار کې وژل شوي او ديارلس نور ټپيان دي.

هغه د تلفاتو د زياتيدو د اټکل ترڅنګ وايي چې ګومان کوي وژل شوي او ټپيان پاکستاني وسله وال وي.

د ناړۍ يوه ځايي چارواکي د نوم او غږ نه خپرولو په شرط بياکليد ته وويل چې بمبار په کهي او ديسکور سيمو کې شوى او د دولسو طالبانو د وژل کېدو ترڅنګ پکې اتلس نورټپيان دي.

نوم نه خپرونکې سرچينې دا هم وويل چې وژل شوي او ټپي شوي وسله وال پاکستانيان دي او وروسته ترهغې د کونړ د ناړۍ دې غره ييزو سيمو ته راغلي چې پاکستاني پوځ يې پرضد خپله خاوره کې پوځي عمليات چټک کړل.

د ناړۍ دغه چارواکي وويل چې د معلوماتو له  مخې يې اوس هم يوشمېر پاکستاني طالبان تربمبار لاندې راغلو سيمو کې شته او د مړو په خښولو او ټپيانو په درملنې يې اخته دي.

چارواکي سيمې ته د افغان ځايي ځواکونو د نه ورتګ خبره په دې وکړه چې په وينايې سيمه خورا خطرناکه ده.

په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو سره مو پردې بمبار د خبرو هڅې بريالۍ نه شوې خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد راته وويل چې پرون مازېګر يې ناړۍ کې بهرنيو ځواکونو سره سيمې ته د هغوى د پوځي کتار تر ورتلو وروسته  مخامخه جګړه شوې او بهرنيو ځواکونو ته يې درانه تلفات وراړولي.

طالب وياند د خپلو څلورو وسله والو ملګرو وژل کېدل او درېيو ټپي کېدل هم ومنل خو په لويه کچه د زيان وراوښتو دعوه يې رد کړه.

کونړ چې د ختيز افغانستان ترټولو نارامه ولايت ګڼل کېږي،ډېرکله پکې ددولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ تاوتريخوالى پېښيږي چې دواړه غاړې پکې د ډېرې ګټې دعوې کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA