دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا دخاص استازي ريچارد هولبروک روغتيايي وضعه نازکه بلل شوې. دامريکا دبهرنيوچارو وزارت پرون وويل چې د هولبروک ناروغي سخته ده او دکورنۍ غړي يې روغتون ته ورغلي دي.
دافغانستان اوپاکستان لپاره دامريکا دخاص استازي ريچاردهولبروک روغتيايي وضعه نازکه بلل شوې.
دامريکا دبهرنيوچارو وزارت پرون وويل چې د هولبروک ناروغي سخته ده او دکورنۍ غړي يې روغتون ته ورغلي دي.
دمتحدو ايالتونو دبهرنيو چارو وزارت ويندوي فليپ کراولي په يوه خبرپاڼه کې ويلي،چې ډاکترانو دجورج واشنګټن پوهنتون په روغتون کې دهولبروک د زړه د بندو شويو شريانونو جراحي عمليات تر سره كړي دي .
نهه شپېته کلن هولبروک دجمعې په ورځ هغه مهال ناورغ شوچې دامريکا دبهرنيوچارو وزارت د ودانۍ په اووم پوړ کې په کار بوخت و.
هولبروک له څو کلونو راهيسې د طالبانو او القاعده پرضد د افغانستان او پاکستان د همکارۍ د نژدې کولو لپاره د امريکا د خاص استازي په توګه هلې ځلې کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


