د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په هنګو سيمه کې ديوه ځانمرګي بريد له امله ۱۵ تنه وژل شوي او له ۲۰ زيات ټپيان شوي دي. دغه پېښه د خيبر پښتونخوا ايالت د کوهاټ ښار اړونده د هنګو سيمې د پاس کلي به شاهد روډ ساحه کې پرون مازيګر مهال رامنځته شوه.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په هنګو سيمه کې ديوه ځانمرګي بريد له امله ۱۵ تنه وژل شوي او له ۲۰ زيات ټپيان شوي دي.
دغه پېښه د خيبر پښتونخوا ايالت د کوهاټ ښار اړونده د هنګو سيمې د پاس کلي به شاهد روډ ساحه کې پرون مازيګر مهال رامنځته شوه.
په کواټ کې د خالد عمرزي په نامه يوه دولتي چارواکي خبريالانو ته وويل چې ځانمرګي بريد کوونکي له چاوديدونکيو توکيو ډک خپل موټر په ياده سيمه کې ديوه نوي جوړيدونکي روغتون پنځه پوړيز ودانۍ سره ځان وجنګاوه.
د هغه په وينا، په دې پيښه کې لس تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۰ تنه ټپيان شوي دي.
خودپيښې عيني شاهدان او د روغتون مسوولين وايي چې په دې ځانمرګي بريد کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي، چې ډيری يې مزدوران او لارويان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


