ads

په ننگرهاركې دوژل شوي سرحدي پوليس ورور ونيول شو

په ختيز کې د سرحدي پوليسو چارواکي وايي د هغه وژل شوي سرحدي پوليس هم مسلکه ورور دوى او ايتلافي ځواکونو نيولى چې دولس ورځې وړاندې يې د ننګرهار په پچېراګام ولسوالۍ کې شپږ بهرني پوځيان ووژل.   په ختيز کې د سرحدي پوليسو چارواکي وايي د هغه وژل شوي سرحدي پوليس هم مسلکه ورور […]

نویسنده: TKG
20 لیندۍ 1389

په ختيز کې د سرحدي پوليسو چارواکي وايي د هغه وژل شوي سرحدي پوليس هم مسلکه ورور دوى او ايتلافي ځواکونو نيولى چې دولس ورځې وړاندې يې د ننګرهار په پچېراګام ولسوالۍ کې شپږ بهرني پوځيان ووژل.

 

په ختيز کې د سرحدي پوليسو چارواکي وايي د هغه وژل شوي سرحدي پوليس هم مسلکه ورور دوى او ايتلافي ځواکونو نيولى چې دولس ورځې وړاندې يې د ننګرهار په پچېراګام ولسوالۍ کې شپږ بهرني پوځيان ووژل.

د ياد شوي پوليس د هويت په اړه د دولت دوه لويو وسله والو مخالفو ډلو طالبانو او حزب اسلامي دعوه کوله چې د دوى اړوند سړى و خو چارواکي وايي چې د عزت الله په نامه دغه پوليس يې په شاوخوا درې کلنه دنده او له بهرنيو روزونکو د زده کړو پرمهال دولت سره د مخالفت کومه بېلګه نه ده وړاندې کړې.

په ختيز کې د سرحدي پوليسو د لومړۍ لېوا قومندان مل پاسوال امين الله امرخېل وايي چې د وژل شوي سرحدي پوليس نيول شوى پوليس ورور هم تراوسه د کومې سرغړونې او دولت ضدې هڅې شاليد نه لري خو د شک له  مخې بياهم دوى او بهرني ځواکونه د ورور له وژل کېدو راهيسې يې ترې پلټنې کوي.

قومندان امرخېل دا وړاندوينه نه ردوي چې ګوندې عزت الله به د روحي ستونزو له امله خپل بهرني روزونکي وژلي وي،ځکه په وينايې ناتاييد شوو رپوټونو ښودلې چې هغه تربريد څو ورځې وړاندې پخپله کورنۍ ستونزو سره مخ شوى و.

د روزنې پرمهال د شپږو بهرنيو پوځيانو تر وژنې وروسته د وژل شوي دې سرحدي پوليس د کورنۍ غړو سره موخبرې تر بيا،بياهڅو وروسته هم بريالۍ نه شوې.

رسمي سرچينو هغه د ننګرهار د نارامې ولسوالۍ خوګياڼو د وزيرو د کلي استوګن ښودلى.

ياده شوې پېښه چې چارواکي يې د اصلي لامل ښودلو ته د پلټنو تر پاى ته رسېدو و خت غواړي،په ختيز افغانستان کې د افغان او بهرنيو ځواکونو  ترمنځ د تاوتريخوالي لومړنۍ پېښه ګڼل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA