ads

كرويشيا افغانستان ته پوځي روزونکي را لېږي

دکرويشيا پارلمان پرون په افغانستان کې د ناټود ماموريت په چوکاټ کې د افغان امينتي ځواکونو د روزنې لپاره د دېرشو نورو روزونکود لېږلو او په افغانستان کې د کرواتي ځواکونو د ماموريت دوام تصويب کړ. دکرويشيا پارلمان پرون په افغانستان کې د ناټود ماموريت په چوکاټ کې د افغان امينتي ځواکونو د روزنې لپاره […]

نویسنده: TKG
20 لیندۍ 1389

دکرويشيا پارلمان پرون په افغانستان کې د ناټود ماموريت په چوکاټ کې د افغان امينتي ځواکونو د روزنې لپاره د دېرشو نورو روزونکود لېږلو او په افغانستان کې د کرواتي ځواکونو د ماموريت دوام تصويب کړ.

دکرويشيا پارلمان پرون په افغانستان کې د ناټود ماموريت په چوکاټ کې د افغان امينتي ځواکونو د روزنې لپاره د دېرشو نورو روزونکود لېږلو او په افغانستان کې د کرواتي ځواکونو د ماموريت دوام تصويب کړ.

دفرانس پريس خبري اژانس له راپور سره سم د دغو دېرشو روزونکو له استولو سره به په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د کرويشيايي ځواکونوشمېر۳۵۰ تنوته ورسېږي .اضافي کرويشيايي پوځيان به راتلونکی کال او همداراز په ۲۰۱۲ کې افغانستان ته واستول شي.

دفرانس پريس خبري اژانس د راپور له مخې د کرويشيا دفاع وزير برانکو فوکيليڅ  د تېرې اوونۍ په لومړيو کې ويلي وو چې افغانستان ته د دغو روزونکو له لېږلو سره به په ناټو کې د کرويشيا سياسي او پوځي اعتبار په فوق العاده ډول زيات شي.

کرويشيا له ۲۰۰۳څخه دايساف په چوکاټ کې افغانستان ته سرتېري لېږلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA