د ننګرهار پوليس چارواکي د دې ولايت په سره رود ولسوالۍ کې د پروني ځانمرګي بريد اصلي موخه والي ګل آغاشېرزى ګڼي او په خوا کې يې وايي چې د پېښې تلفات هم لږ څه ډېرشوي.
د ننګرهار پوليس چارواکي د دې ولايت په سره رود ولسوالۍ کې د پروني ځانمرګي بريد اصلي موخه والي ګل آغاشېرزى ګڼي او په خوا کې يې وايي چې د پېښې تلفات هم لږ څه ډېرشوي.
والي شېرزى پرون ناامنې ولسوالۍ خوګياڼو ته چې له سره رود څخه بره پرته ده، له ځينو چارواکو سره په سفر تللى و.
د امنيې قومندانۍ وياند سرڅارمن حضرت محمد زمرى وايي د غرمې پرنېږدې دولسو بجو د کرولا موټر په مټ د ترسره شوي ځانمرګي نيت پروالي او ورسره کاروان چاودنه وه خو د ملي امنيت ځواکونو يې هڅه ناکامه کړه.
پوليس وياند پرونۍ پېښه کې پر بريدګر سربېره د ملي امنيت د دوو کارکوونکو د وژل کېدو او يوې لاروۍ ښځې د ټپي کېدو پخلى هم کوي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى هم مني چې پرون والي شېرزى خوګياڼو ولسوالۍ ته ورغلى و خو د ځانمرګي پرموخې څه ويل ترپلټنو وړاندې ناشونى بولي.
چارواکي که څه هم وايي چې بريدګر د ملي امنيت ترڅار لاندې ورسره توکيو ته چاودنه ورکړې خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد چې د بريد مسوليت مني،د پرون په څېر نن هم کليد ته وويل چې بريد پر شاړځاى نه ؛بلکې د بهرنيو ځواکونو پرکتارشوى او پر دوو ټانګونو سپاره اته بهرني سرتېري پکې وژل شوي.
مجاهد په تازه خبرو کې د پرونۍ پېښې پرمهال د دوو افغان پوليسو د وژل کېدو هم وايي خو د بريد موخه والي شېرزى نه بلکې بهرني ځواکونه ګڼي.
د وسله والو طالبانو وياند په يوه بله دعوه کې د تېرماښام پراتو بجو د لغمان په الېشنګ ولسوالۍ کې هم پريوه بهرني ټانګ د چاودنې او درېيو سرتېرو د وژنې دعوه لري چې ځايي چارواکي يې ردوي او ايتلافي ځواکونه پرې نه غږيږي.
ننګرهار او لغمان چې يوبل پسې د ختيز افغانستان کرار ولايتونه وو،د لومړني والي يې پخوا هم يو ځل دلته له ځانمرګي بريده ژغورل شوى و.
همدا شان له لغمانه د بهرنۍ پوځي مرګ،ژوبلې دعوې هم له څه وخته زياتې شوي چې کله يې ولسي خلک مني او ډېرکله د چارواکو د نه غږيدو له امله په رسنيو کې له خپراوي لرې پاتې کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


