ads

د افغان، پاکستان او ترک جمهور رییسان غونډه کوي

ترک چارواکو وويل چې د افغانستان او پاکستان جمهور رئيسان به په خپل منځ کې د اړيکو د نژدې کولو لپاره راوانه مياشت په ترکيه کې سره وويني. ترک چارواکو وويل چې د افغانستان او پاکستان جمهور رئيسان به په خپل منځ کې د اړيکو د نژدې کولو لپاره راوانه مياشت په ترکيه کې سره […]

نویسنده: TKG
20 لیندۍ 1389

ترک چارواکو وويل چې د افغانستان او پاکستان جمهور رئيسان به په خپل منځ کې د اړيکو د نژدې کولو لپاره راوانه مياشت په ترکيه کې سره وويني.

ترک چارواکو وويل چې د افغانستان او پاکستان جمهور رئيسان به په خپل منځ کې د اړيکو د نژدې کولو لپاره راوانه مياشت په ترکيه کې سره وويني.

له انقرې څخه د فرانس پريس خبري اژانس د راپور له مخې د ترکيې د باندنيو چارو وزارت ويندوی سيلچوک اونال وويل چې د دغه هيواد د جمهور رئيس  عبدالله ګل په کوربه توب به  جمهور رئيس  کرزی او د هغه پاکستانی سيال اصف علي زرداري د روان دسمبر په څلرويشتمه په استانبول کې سره وويني.

دا به له ۲۰۰۷ ع کال راپه دې خوا ، چې د ناټو مسلمان غړي هيواد ترکيې د سخت دريځو او ترهګرو پرضد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاريو د زياتولو لپاره هلې ځلې پيل کړي، د افغان او پاکستاني جمهور رئيسانو پنځمه کتنه وي .

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA