ads

امريکا پوځ د کرزي د خپلوانو له امنيتي کمپنۍ سره قرارداد نه کوي

دامريکا پوځ له يوې افغان امنيتي کمپنۍ سره ، چې د جمهوررئيس کرزي له خپلوانو سره تړاو لري، خپل ارتباط پرې کړ ځکه چې دا کمپنۍ په رشوت ورکولو تورنه ده.     دامريکا پوځ له يوې افغان امنيتي کمپنۍ سره، چې د جمهوررئيس کرزي له خپلوانو سره تړاو لري، خپل ارتباط پرې کړ ځکه […]

نویسنده: TKG
20 لیندۍ 1389

دامريکا پوځ له يوې افغان امنيتي کمپنۍ سره ، چې د جمهوررئيس کرزي له خپلوانو سره تړاو لري، خپل ارتباط پرې کړ ځکه چې دا کمپنۍ په رشوت ورکولو تورنه ده.

 

 

دامريکا پوځ له يوې افغان امنيتي کمپنۍ سره، چې د جمهوررئيس کرزي له خپلوانو سره تړاو لري، خپل ارتباط پرې کړ ځکه چې دا کمپنۍ په رشوت ورکولو تورنه ده.

دا اقدام وروسته له دې کېږي چې په جون مياشت کې کانګريس ته په يوه وړاندې شوي راپور کې ويل شوي چې وطن ګروپ حکومتي چارواکو ته رشوت ورکړى چې د افغانستان په جنوب کې د ناټو د اکمالاتي کاروانونو قرادادونه دې ډلې ته ورکړي .

په دې ډلې همداراز تور پوري شوى چې د طالبانو قومندانانو ته يې رشوت ورکړى ترڅو پر اکمالاتي کاروانونو حملې ونه کړي.

د اسوشتيد پريس خبري اژانس د راپور له مخې د امريکا د پوځ له لوري وطن ګروپ امنيتي کمپنۍ ته په هغه ليک کې ،چې روانه اوونۍ يې ورلېږلي، ويل شوي چې وطن ګروپ د امريکا له حکومت سره هيڅ قراداد نه شي کولى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA