د تخار ولایت د خواجه غار ولسوال ملا محمدعمر وویل، چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د بهر لعل په سیمه کې زرمینه نومې، چی دهغه په خبره په اخلاقی فساد تورنه وه له محاکمې پرته په ډدزو وژله.
د تخار ولایت د خواجه غار ولسوال ملا محمدعمر وویل، چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د بهر لعل په سیمه کې زرمینه نومې، چی دهغه په خبره په اخلاقی فساد تورنه وه له محاکمې پرته په ډدزو وژله.
د سیمې خلک هم پېښه تاییدوي او وایي، چې یاده پېښه دوه شپې دمخه په یوه بجه رامنځ ته شوې وه؟
تر دې دمخه هم وسله والو طالبانو د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې يوه ښځه د زنا په تور د خلكو پر وړاندې په کاڼو ویشتې وه.
د وسله والو طالبانو په دې کار په تخار ولایت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون خواخوږي ښودلې او دغه پېښه یی غندلې ده.
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي شریعت په رڼا کې کله، چې یوه ښځه د زنا مرتکبه شی او ۴ شاهدان پرې تېر شي، بيا د شریعت مطابق پرې حد نافذېږي.
وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ویلي، خو ویل کیږي، یاده ښځه په زنا تورونه وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


