ads

لغمان كې د سولې د عالي شورا سيمه ييزه څانګه جوړه شوه

په لغمان کې د سولې عالي شورا سيمه ييزه څانګه د څو نظامي چارواکو په غړيتوب سره جوړه شوه. دا سوله ييزې هڅې که څه هم له چارواکو  د اغېزمنتوب له کبله ځينې خلک  نابريالۍ ګڼي،   په لغمان کې د سولې عالي شورا سيمه ييزه څانګه د څو نظامي چارواکو په غړيتوب سره جوړه […]

نویسنده: TKG
18 لیندۍ 1389

په لغمان کې د سولې عالي شورا سيمه ييزه څانګه د څو نظامي چارواکو په غړيتوب سره جوړه شوه. دا سوله ييزې هڅې که څه هم له چارواکو  د اغېزمنتوب له کبله ځينې خلک  نابريالۍ ګڼي،

 

په لغمان کې د سولې عالي شورا سيمه ييزه څانګه د څو نظامي چارواکو په غړيتوب سره جوړه شوه.

دا سوله ييزې هڅې که څه هم له چارواکو  د اغېزمنتوب له کبله ځينې خلک  نابريالۍ ګڼي، خو د لغمان چارواکي وايي د دوى په جوړ کړي يووېشت کسيز کمېسيون کې د چارواکو شتوالى اړين برېښيده.

په لغمان کې تازه رامنځته شوى دا کمېسيون چې د څار او امنيت، تفاهم او اړيکو او کولتوري څانګې په نومونو کمېټې لري، د لغمان د والي وياند فيضان الله پټان پکې د هغه ولايت د ملي امنيت د رئيس، پوليسو او ملي اردو د استازو د غړيتوب پخلى کوي.

وياند له سرچينې ښودلو پرته وايي، چې دا کمېسيون د لغمان والي د يوه فرمان له مخې جوړ کړى او پکې د لغمان د بېلا، بېلو سيمو قومي مشران، متنفذين او ديني عالمان برخه لري.

په لغمان کې د سولې عالي شورا ځايي څانګه وروسته ترهغې جوړه شوې، چې له څه وخته په دې پخوا نسبتا ډېر کرار ولايت کې د امنيتي پېښو د زياتېدو خبرې کېږي.

دا چې نوې دا شورا به هلته ناکرار شوى وضعيت راکابو کړي کنه، راتلونكى به يې ثابته كړي، خو په نورو سيمو کې لا د دې شوراګانو د برياليتوب کوم څرک نه دى ليدل شوى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA