ځايي چارواكو ويلي، چې پرون په زابل ولايت کې د ماین چادونو له كبله یو ماشوم مړ او دوه نور ټپیان شول. د زابل د والي ویاند محمد جان رسول یار کلید ته د دې پېښې پخلى وكړ او زياته يې كړه،
ځايي چارواكو ويلي، چې پرون په زابل ولايت کې د ماین چادونو له كبله یو ماشوم مړ او دوه نور ټپیان شول.
د زابل د والي ویاند محمد جان رسول یار کلید ته د دې پېښې پخلى وكړ او زياته يې كړه، چې لومړۍ چاودنه شاجوی ولسولۍ ته څېرمه رامنځته شوې، چې په ترڅ كې يې يو یولس کلن ځوان ټپي شوى و.
دویمه بیا په اټغر ولسوالۍ کې هاغه مهال رامنځته شوه، چې څلور ماشومان پر یوه سړک روان وو او د ماین چاودنه پرې وشوه.
د رسول يار په وينا، په دې بريد کې یو ماشوم ځای پرځاى مړ، بل ټپي او پاتې دوه ماشومان ترې روغ رمټ ووتل.
د یادولو ده، چې په دې وروستیو کې د ماین چاودنو ډېرى قربانیان ملکي خلک دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


