ads

هرات كې د جنايي جرمونو په تور ۴ تنه ونيول شول

هرات ولايت كې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ كې د يوه ۲۲ كلن ځوان د مړي موندلو ترڅنګ ۴ تنه د نشه يي توكو او ناقانونه وسلو سره نيول شوي دي. په هغه اعلاميه كې   هرات ولايت كې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ كې د يوه ۲۲ كلن ځوان د مړي موندلو ترڅنګ ۴ […]

نویسنده: TKG
17 لیندۍ 1389

هرات ولايت كې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ كې د يوه ۲۲ كلن ځوان د مړي موندلو ترڅنګ ۴ تنه د نشه يي توكو او ناقانونه وسلو سره نيول شوي دي. په هغه اعلاميه كې

 

هرات ولايت كې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ كې د يوه ۲۲ كلن ځوان د مړي موندلو ترڅنګ ۴ تنه د نشه يي توكو او ناقانونه وسلو سره نيول شوي دي.

په هغه اعلاميه كې، چې نن د هرات ولايت د امنيه قومندانۍ له مطبوعاتي دفتره رسنيو ته استول شوى راغلي، چې د دغه هلك مړى د انجيل ولسوالۍ په شادي جان كلي كې موندل شوى.

خبرپاڼه زياتوي، چې دغه ځوان شاوخوا ۲۲ كاله عمر لري او د كلاشينكوف په ډزو وژل شوى دى.

د سرچينې په وينا، د پېښې په تور څوك نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

د يو بل خبر له مخې د هرات ولايت پوليسو د دوو جلا عملياتو په ترڅ كې ۴ تنه د نشه يي توكو او ناقانونه وسلو د ګرځولو په تور نيولي دي.

خبر پاڼه كې راغلي، چې له نيول شويو كسانو څخه يوميل پاكستانۍ ميكاروف تمانچه او ۱۳ ګرامه هيرويي نيول شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA