ads

کېداى شي په بمبار کې مو خپل سرتېرى وژلى وي

    د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونه وايي، چې د هغه پېښې پلټنه کوي، چې ګوندې په هلمند ولايت کې يې پر خپلو سرتېرو بمبار کړى دى. په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه پېښه وړمه د هلمند په نادعلي […]

نویسنده: TKG
16 لیندۍ 1389

 

 

د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونه وايي، چې د هغه پېښې پلټنه کوي، چې ګوندې په هلمند ولايت کې يې پر خپلو سرتېرو بمبار کړى دى.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه پېښه وړمه د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې افغان او نړيوالو ځواکونو په نادعلي ولسوالۍ کې پر ګزمې بوخت و،چې د وسلوالو مخالفينو تر بريد لاندې راغلل.اووروسته دوى له هوايي ځواک څخه مرسته وغوښته

يادو شويو ځواکونو ويلي، چې پر دې مهال ددوى يو سرتېرى ووژل شو، خو دا نه ده معلومه، چې په بمبار کې ووژل شو او که د وسلوالو مخالفينو په ډزو.

ايساف ويلي چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړي، چې پايلې به يې وروسته اعلان کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA