ads

ډېوېد كامرون هلمند كې پر شويو ژمنو ټينګار وكړ

د بريتانيې لومړي وزير ډېوېډ كامرون نن د سې شنبې په ورځ د هلمند له والي سره د ګرېشك ولسوالۍ په ښوراب سيمه کې د يوې ځانګړې ناستې په ترڅ کې د هر اړخيزو مرستو ژمنه وكړه.     د بريتانيې لومړي وزير ډېوېډ كامرون نن د سې شنبې په ورځ د هلمند له والي […]

نویسنده: TKG
16 لیندۍ 1389

د بريتانيې لومړي وزير ډېوېډ كامرون نن د سې شنبې په ورځ د هلمند له والي سره د ګرېشك ولسوالۍ په ښوراب سيمه کې د يوې ځانګړې ناستې په ترڅ کې د هر اړخيزو مرستو ژمنه وكړه.

 

 

د بريتانيې لومړي وزير ډېوېډ كامرون نن د سې شنبې په ورځ د هلمند له والي سره د ګرېشك ولسوالۍ په ښوراب سيمه کې د يوې ځانګړې ناستې په ترڅ کې د هر اړخيزو مرستو ژمنه وكړه.

د بريتانيې لومړي وزير ډېوېډ كامرون واك ته تر سېدو وروسته  دا دويم ځل دى، چې هلمند ولايت ته سفر كوي.

د ګرېشک ولسوالۍ په شوراب سيمه کې د هلمند د والي او ډېوېد کامرون ترمنځ له ناستې وروسته د هلمند والي محمد ګلاب منګل خبريالانو ته وويل، چې کامرون ورسره د افغان ځواکونو په روزلو او هغوى ته د تجهيزاتو په ورکول کې د پوره مرستو ژمنه کړې ده.

والي وايي، کامرون ورسره دا ژمنه هم کړې، چې افغان ځواکونه به تر هغې روزي، ترڅو امنيتي چارې په خپله سمبال کړي.

د والي د معلوماتو له مخې ډېوېد كامرون په هلمند ولايت كې د امنيت د ټينګولو تر څنګ د بيارغونې د پرژو، د ښې حكومت دارۍ د جوړېدو او د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې په برخه كې د پراخو مرستو ژمنې وكړي.

والي محمد ګلاب منګل زياته كړه، چې د بريتانيې لومړي وزير د خپل هېواد لخوا د پخوانيو شويو ژمنو په پوره كولو باندي هم ټينګار وكړ او يادونه ېي وکړه، چې په دې ورستيو کې د هلمند د مرکزي سيمو امنيت د برتانوي ځواکونو په هڅو ښه شوى دى.

والي د ډېوېډ كامرون له قوله وويل، چې د سنګين، كجكي او نورو سيمو امنيت يې امريكايې ځواكونو ته د پوځې تاكتيكونو له مخې سپارلى او د دوى سرتيري د لښكرګاه او اړونده سيمو په امنيت ساتلو بوخت دي.

د يادونې وړ ده، چې په هلمند ولايت كې د بريتانيې شاوخوا لس زره سرتيري د ايساف په جوكاټ كې د امنيت  په ټينګولو بوخت دي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA